کورپاڼه / روغتيا / مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او اوس د یوې اوږدې څېړنې څخه موندل شوې، چې په مرخېړیو کې موندل کیدونکي مرکبونه د ژور خپګان په له منځه وړلو کې اغېزناک رول لوبوي.

د ساینسپوهانو د وینا له مخې ویل کېږي چې د مرخېړیو کې په جوړښت کې متحرک ساییکا ډیلیک مرکبونه په ډېره اندازه شتون لري، چې د ژور خپګان لپاره په هغه اندازه اغېزمن ګڼل کېږي لکه څومره چې ورته کارېدونکي درمل اغېزمن وي.

د سلوسایبن په نوم ماده چې د مرخېړیو په ساییکا ډیلیک مرکب کې شتون لري، د ژور خپګان ناروغان ددې ناروغۍ له سخت کیفیت څخه ژغوري او ترڅنګ یې ارګوتایونین په نوم انټي اکساید یې هم ژور خپګان کموي.

بل لوري ته مرخېړي پوتاشیم لري چې نا آرامي او بې سکوني کموي او یو ډول مرخېړي دماغو ته پیاوړتیا کوي او اعصابو ته وده وربخښي او په دې ډول د ژور خپګان درملنه کوي یا یې کموي.

د یادولو وړ دی چې مرخېړي د نورو غذایي توکو ترڅنګ د ویټامین د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه هم ده، خو په عام ډول سره دغه خواړه د خلکو د خوښې وړ خواړه نه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …