کورپاڼه / روغتيا / د سرې غوښې نه خوړل د انسان په بدن کې کوم بدلون راولي؟

د سرې غوښې نه خوړل د انسان په بدن کې کوم بدلون راولي؟

له پېړیو راهیسې سره غوښه د انسان د خوراک بنسټیزه برخه ده، خو اوس له ډېرو څېړنو څخه موندل شوې چې پخپل خوراک کې د سرې غوښې کمول یا بېخي ختمول ګڼې روغتیایي ګټې لري.

دا چې سره غوښه نه خوړل د انسان په بدن کې کوم بدلونونه راولي یا کومې ګټې لري؟ دې پوښتنې ته د (powerofpositivity.com) ویبپاڼې په یو څېړنیز راپور کې ځواب ورکړی دی او د ګټو یو نوملړ یې بیان کړی.

په راپور کې ویل شوي، هر څوک چې له خپل خوراک څخه غوښه وباسي، نو ترټولو دمخه یې وزن کمېږي او د زړه روغتیا یې ښه کېږي، د وینې کلیسترول یې کمېږي او د زړه حملې او فلج خطر کموي.

دغه راز د غوښې نه خوراک د الزایمر یا هېرولو په نوم د ناروغۍ خطر کموي او هر هغه څوک چې غوښه نه خوري هغوی د پیاوړتیا احساس کوي، د سرطاني ناروغیو خطر یې کمېږي او ویښته، نوکان او پوستکی یې ښه والی مومي او د تېزابیت له ستونزو مو ژغوري.

راپور زیاتوي چې هغه کسان چې سره غوښه نه خوري د پورته یادو شوو روغتیایي ګټو ترڅنګ ګڼې نورې ګټې هم ترلاسه کوي او د سبزي خورۍ عادت لپاره یې ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …