کورپاڼه / کرکټ / راهول ډراویډ به له نړیوال جام وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شي

راهول ډراویډ به له نړیوال جام وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر راهول ډراویډ به له نړیوال جام وروسته د یادې لوبډلې نوی روزونکی شي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او ټیسټ کرکټر راهول ډراویډ اوسمهال د بېنګلور په ملي اکاډومۍ په دنده بوخت دی او د هند کرکټ ملي لوبډلې روزنې ته یې هم ټټر ډبولی.

هندي رسنۍ وایي چې راهول ډراویډ به د شل اوریز نړیوال جام وروسته، کله چې روي شاستري دنده پای ته ورسېږي، نو راهول ډراویډ به د یادې لوبډلې روزنه په غاړه واخلي.

اته څلویښت کلن راهول ډراویډ له تېرو شپږو کلونو راهیسې د هند د الف او نولس کلنو لوبډلې مدیریت پر غاړه لري او اوس ورته د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له لورې هغه ته تر ۲۰۲۳ کال پورې د ملي لوبډلې د روزنې وړاندیز کړی او هغه هم منلی دی.

د یادولو وړ ده چې راهول ډراویډ له ۱۹۹۶ کال راهیسې تر ۲۰۱۲ کال پورې د هند لپاره ۱۶۴ ټیسټ او ۳۴۴ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …