کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د امریکا ګرین کارټ یا DV Lottery ته تراوسه څومره افغانان بریالي شوي؟

د امریکا ګرین کارټ یا DV Lottery ته تراوسه څومره افغانان بریالي شوي؟

د امریکا متحده ایالات هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره د ګرین کارټ یا لاټرۍ اعلان کوي، چې ویل کېږي ۵۵ زره کسانو ته، چې په لاټرۍ کې يې نوم راووځي، نو په امریکا کې ورته ژوند برابروي.

اوس د ۲۰۲۳ کال لپاره یو ځل بیا د دغه لاټرۍ اعلان شوی دی، چې د نورو هېوادونو د خلکو ترڅنګ ورته د افغانستان خلک هم نوملیکنه کولای شي.

خو په تېرو کلونو کې دغه لاټرۍ کې څومره افغانان بریالي شوي دي، دغه لیسټ د وین سکالرشپ ادارې له خوا راایستل شوی او شریک کړی یې دی.

دغه اداره د امریکا د لاټرۍ په اړه لیکي: د امریکا متحده ایالتونو د Diversity Visa پروګرام چې په عامه اصطلاح ورته ګرین کارت لاټري پروګرام وایي هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۵۵۰۰۰ کسانو ته ویزې ورکوي، تر څو د امریکا متحده ایالتونو ته د کار، تحصیل او ژوند لپاره ولاړ شي چې اله افغانستان هم ورته نوم لیکنه کېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې دغه لاټرۍ ته ۹۷ کسان کامیاب شوي و، خو د ۲۰۲۲ کال لپاره بیا ۳۴۱۰ کسان کامیاب شوي دي، چې دا یو لوی شمېر دی او هر کال د نورو کلونو په پرتله د خلکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

پورته هغه لیسټ دی، چې د وین سکالرشپ له خوا په فیسبوک کې خپور شوی دی او هر کال د افغانانو د بریالي کېدو شمېر ښکاره کوي.

دا هم ولولئ

ایلون مسک

((له نړۍ څخه د لوږې ختمولو لپاره ۶ میلیارده ډالر ورکوم، خو ثبوت؟))

د نړۍ یو شتمن کس ایلون مسک په خپل ټویټر په یو پېغام کې ویلي …