کورپاڼه / بېلا بېل / د موبایل رنګ مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

د موبایل رنګ مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

د آیفون یا اندراید موبایلونه په بېلابېلو رنګونو سره موندل کېږي او خلک هغه موبایلونه اخلي چې د خپلې خوښې رنګ باندې یې رنګ شوي وي، خو ډېر لږ خلک پوهېږي چې د موبایل رنګ د شخصیت په اړه ډېر څه وایي.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، کله چې د رنګونو له کارپوه میتیو ریچر څخه د موبایل د رنګ او د هغه هېواد او شخصیت په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه ورته حیرانوونکې معلومات ورکړل.

میتیو ویلي دي چې د آیفون ۱۳ لړۍ کې ګلابي رنګه موبایل په عام ډول هغه ښځې یې اخلي، چې ښځیتوب ټول معیارونه یې پوره کړی وي او دا ډول میرمنې ډېرې همدردې، خوش طبیعته او خیال ساتونکي وي.

هغه کسان چې طلایي رنګه موبایل استعمالوي هغوی ډېر ځان خوښي وي. لکه څنګه چې طلایي رنګ د شتمنو، بریالیو او غټو کورنیو خلکو رنګ وي، نو دا خلک سیالي کوونکي وي او د پرمختګ جذبه پکې وي.

هغه کسان چې تور رنګه موبایل کاروي هغوی پخپل ځان کې ورک وي او تور رنګ موبایل ځکه خوښوي ترڅو د خلکو پام ځانته راوا نه ړوي او هغه کسان چې تخلیقي وړتیاوې لري او هنرمند وي، هغوی هم تور رنګ خوښوي

دغه راز هغه کسان چې سور رنګ موبایل خوښوي، هغوی پر ځان ډېر باور لري او ظاهر خوښي وي او غواړي چې د خلکو پام ځانته راواړوي. هغه کسان چې نیلي رنګه موبایل خوښوي، کوم چې د تخلیقي وړتیاوو لرونکې وي او له خلکو سره ډېره راشه درشه هم نه کوي او هغه کسان چې سپین رنګه موبایل کاروي هغوی هره خبره په څرګند ډول کوي.

دا هم ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې …