کورپاڼه / جالب / یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ. دا میرمن ویرونیکا میریټ نومېږي او د نیویارک اوسېدونکې ده.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې ویرونیکا میریټ اوس پنځه دیرش کاله عمر لري او دولسم ماشوم یې خېټه کې دی. ویرونیکا ویلي دي، هغه د لومړي ځل لپاره د څوارلسو کلونو په عمر وه چې حامله شوه او کله چې نهم ټولګي ته لاړه نو هغه وخت یې حمل د درې میاشتو وه.

راپور زیاتوي چې ویرونیکا لومړی اولاد لور وه، چې د هغې نوم ویکټوریا دی او هغه اوس یوویشت کلن ده. له هغې وروسته یې څو کاله وقفه وکړه او بیا یې هر کال یو-یو ماشوم زېږولی.

له ویکټوریا وروسته اینډریو وزېږېده، چې اوس شپاړس کلنه ده، له هغې وروسته په ترتیب ایډم پنځلس کلن، میرا دیارلس کلن، ډیش دولس کلن، ډارلا لس کلن، مارویلس اته کلن، مارټیلیا شپږ کلن، ایمیلیا څلور کلن، ډیلیله درې کلن او ډونوان یو کلن دی.

ویرونیکا له لومړي واده څخه دوه اولادونه لرل، له هغې وروسته یې طلاق واخیست او له اوه دیرش کلن مارټي سره یې واده وکړ. هغه زیاتوي چې غواړم اوولس اولادونه ولرم.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …