کورپاڼه / خبرونه / ګلبدین نایب او افسر ځاځي د نورعلي ځدراڼ د ورور په مړینه هغه ته دعا کړې

ګلبدین نایب او افسر ځاځي د نورعلي ځدراڼ د ورور په مړینه هغه ته دعا کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر ګلبدین نایب او ویکټ ساتونکي افسر ځاځي د نورعلي ځدراڼ د ورور شیرعلي ځدراڼ په مړینه هغه ته دعا کړې ده.

ویل کېږي چې د ملي لوبډلې د تکړه توپ وهونکي نورعلي ځدراڼ ورور شیرعلي ځدراڼ له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه.

د ملي لوبډلې لوبغاړو د ملګري لوبغاړو نورعلي ځدراڼ سره د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې، مرحوم ته یې د جنت غوښتنه کړې او کورنۍ ته یې د صبر غوښتنه کړې.

ګلبدین نایب پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((زما د ګران ملګري او د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي نورعلي ځدران ورور شیرعلي ځدراڼ هم د اجل داعي ته لبیک ووایه…. الله دې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې صبر جمیل ور نصیب کړې.))

دغه راز افسر ځاځي لیکي:((د ملي لوبډلې لوبغاړي نورعلي ځدران ورور شیرعلي ځدراڼ هم د اجل داعي ته لبیک ووایه…. الله دې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې صبر جمیل ور نصیب کړې.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …