که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر ناوړه کړنه ګڼل کېږي، خو اوس ساینسپوهانو د یوې څېړنې له مخې په حیرانوونکې توګه ځینې نارینه بې ګناه ګڼلي دي.
د دی سن ویبپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي چې ځینې کسانو کې بې وفایي کول د هغوی په جین کې وي او د هغوی وس پرې نه وي بر، یعنې دوی نشي کولی چې خپله دغه کړنه کابو کړي.
ویل کېږي چې په دا ډول کسانو کې د ټیسټاسټرون هورمون کچه ډېره وي او هغه کسان چې دغه هورمون یې ډېر وي، په هغوی کې د بې وفایۍ کچه د نورو په پرتله څو برابره ډېره وي.
ساینسپوهانو پر څلور زره کسانو د څېړنې له پایلو موندلې، هغه نارینه چې د ټیسټاسټرون کچه یې ډېره وي، هغوی کې د بې وفایۍ کولو کچه ډېره وي. دغه راز ځینې نښې، نښانې یې هم ښودلي دي.
ویل کېږي هغه نارینه چې پرمخ یې ډېرې دانې راخېژي، د وینې فشار یې یو څه لوړ وي، پر بدن یې ویښته زیات وي، طبیعت یې ادلون بدلون کوي، ژور خپګان لري او ډېره غوسه کوي.