کورپاڼه / کرکټ / پاکستانی مبصر بازید خان د راشد خان په ګډون د شل اوریزو لوبو پنځه غوره لوبغاړي په ډاګه کړل
راشد خان او جاس بټلر

پاکستانی مبصر بازید خان د راشد خان په ګډون د شل اوریزو لوبو پنځه غوره لوبغاړي په ډاګه کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپ وهونکي او اوسني مبصر بازید خان د راشد خان په ګډون د شل اوریزو لوبو پنځه غوره لوبغاړي په ډاګه کړل.

بازید خان، چې په شل اوریز نړیوال جام کې د کمټري کوونکو یا مبصرینو په ډله کې هم اعلان شوی او د لوبو پرمهال به کمنټري وکړي، آی سي سي ویبپاڼې ته د خپلې خوښې پنځه لوبغاړي په ډاګه کړي.

د هغه د پنځه لوبغاړو په ډله کې لومړی نوم د راشد خان دی. نوموړي ویلي چې د اماراتو پیچونه به د راشد خان له توپ اچونې سره مرسته وکړي او هغه به خطرناک ثابت کړي، ځکه راشد یو څه چټکه او په چل ول توپ اچونه کوي.

بازید خان دویم نوم د محمد رضوان یاد کړی، محمد رضوان په دې وروستیو کې ډېر ښه ځلېدلی او ښې منډې یې جوړې کړي دي. دریم نوم د نکولس پورن دی، نوموړی هم د شل اوریزو لوبو یو غوره نوم دی او چټکه توپ وهنه کوي.

څلورم نوم د انګلستاني لوبغاړي ډیویډ ملان دی. نوموړی په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام له ځان سره لري او پنځم لوبغاړی رویندرا جدیجا دی چې د لوبې ختمونکی هم ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …