کورپاڼه / کرکټ / شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې
شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او چټک توپ اچونکي افسر شاپور ځدراڼ د نورعلي ځدراڼ د ورور شیرعلي ځدراڼ په مړینه مرحوم ته د جنت او نورعلي ته د صبر غوښتنه کړې.

راپورونه وایي چې د ملي لوبډلې د تکړه توپ وهونکي نورعلي ځدراڼ ورور شیرعلي ځدراڼ له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه.

تر اوسه نه ده معلومه چې شیرعلي خان په کوم سبب خپل ژوند له لاسه کړی، خو په ټولنیزو رسنیو د هغه د مړینې خبر لاس په لاس کېږي او د معفرت دعا ورته کېږي.

د ملي لوبډلې لوبغاړو هم د ملګري لوبغاړي نورعلي ځدراڼ سره د هغه د ورور په مړینه خواشیني څرګنده کړې، مرحوم ته یې د معفرت غوښتنه کړې او کورنۍ ته یې له رب څخه جمیل صبر غوښتی.

په دې لړ کې حشمت شهیدي او شاپور ځدران په یو عبارت پخپلو فیسبوکپاڼو لیکلي دي:((زما د ګران ملګري او د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي نورعلي ځدران ورور شیرعلي ځدراڼ هم د اجل داعي ته لبیک ووایه…. الله دې مرحوم ته جنت الفردوس او کورنۍ ته یې صبر جمیل ور نصیب کړې.))

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …