کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستانی ملا: الکولو کې چې ماهي واچوې نو هغه حلال شي

پاکستانی ملا: الکولو کې چې ماهي واچوې نو هغه حلال شي

د پاکستان یو مشهور مولانا صلاح الدین ایوبي چې د جمعیت علما اسلام ګوند له خوا د پاکستان د پارلمان غړی هم دی، وايي چې که په الکولو کې ماهي یا کب واچول شي نو هغه به حلال شي.

د ډېلي پاکستان ورځپاڼې د راپور په وېنا، د مولانا فضل الرحمان د ګوند دغه مشهور غړي، مولانا صلاح الدین ایوبي، د یو پاکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي، که په الکولو کې ماهي واچول شي نو جایز یا حلال کېږي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، کله چې په الکولو کې ماهي واچول شي، نو هغه بیا الکول نه بلکې سرکه شوه او د سرکې څښل جایز یا حلال دي.

یاد خبریال د مولانا صلاح الدین ایوبي څخه پوښتنه کوي، چې ایا بل کوم څه هم شته چې الکول پرې حلال کېږي؟ نو هغه ورته وویل، چې دا پوره سیسټم دی، کله مدرسې ته راشه، نو بیا به دې پوه کړم.

د یادولو ده چې څه وخت مخکې یو بل پاکستاني مفتي عبدالقوي هم په یوه ویډیو کې ویلي و، چې په کوم څښاک کې تر پنځوس سلنې پورې الکول وي نو څښلو کې يې مشکل نشته.

دا هم ولولئ

کیم کاردیشین

کیم کاردیشین ۱۳۰ افغانان په خپل مصارف له افغانستان ایستلي او نور هم وباسي

د امریکا مشهورې موډلې کیم کاردیشین په خپل شخصي مصارف د افغانستان د فوټبال ښځینه …