کورپاڼه / بېلا بېل / مشهور ارواپوه: د ماشوم ترمخ دا ډول خبرې مه کوئ

مشهور ارواپوه: د ماشوم ترمخ دا ډول خبرې مه کوئ

که چېرته په ګډ ژوند کې هغه وخت د ښځې او خاوند ترمنځ بېلوالی راشي، چې کوم ماشوم هم ولري نو دا یې پر روغتیا او شخصیت ښه اغېز نه پرېباسي، ځکه ښایي ماشوم داسې پوښتنې وکړي، چې ځواب یې له والدینو سره نه وي.

مشهور ارواپوه ډاکتر اینګریډ روډکین لارښوونه کوي، کله چې د ژوند له ګډ ملګري/ملګرې بېل شوئ، نو هیڅکله د ماشومانو ترمخ خپل پخواني خاوند/میرمن ته د پخواني کلمه مه کاروئ او دا هم مه وایئ چې اوس له یو بل سره مینه نلرئ.

اینګریډ وایي، دا د ماشومانو لپاره ډېر وېرونکي وي چې مور او پلار یې له یو بل سره مینه نه کوي. ماشوم په دې فکر وي، که چېرته مې مور او پلار له یو بل سره مینه نه کوي، نو یو وخت داسې هم راشي چې له ماسره مینه کول به پرېږدي.

لکه څنګه چې ماشوم په رواني/ذهني توګه د نه خوندیتوب احساس کوي او په لاشعوري توګه د ماضي په لور ځي او هغه وخت ته ځي کله چې هغه له مور او پلار سره د خوندیتوب احساس کاوه.

په دې حالت کې د ماشوم ذهني حالت ډېر اغېزمنېږي او د نوو شیانو په زده کړه کې له ستونزو سره مخ کېږي. نو که له طلاق وروسته ماشوم له مور سره یا پلار سره، هغوی باید پخپلو خبرو کې له احتیاط څخه کار واخلي.

دا هم ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې …