کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو شخص له دریو کلونو راهیسې خامه غوښه خوري

په امریکا کې یو شخص له دریو کلونو راهیسې خامه غوښه خوري

د امریکا د نیبراسکا ایالت یو اوسیدونکی له دریو کلونو راهیسې خامه غوښه خوري. یاد شخص ادعا کړې چې د خامې غوښې او هګیو په خوړلو یې روغتیا ښه شوې او ټوله ورځ تر او تازه وي.

د ویسټن روو په نوم دغه شخص د (دی نیچرل هیومن ډایټ) په نوم د یوټیوب یو چینل هم جوړ کړی او د ځانګړي غذایي رژیم په اړه ویډیوګانې خپروي.

نوموړي له انډیپنډنټ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، چې د خامې غوښې او خامو هګیو په خوړلو یې روغتیا ښه شوې ده او اوس له مخکې ډېر په ذهني او بدني لحاظ صحت مند دی.

له دې سربېره له کله چې هغه د خامې غوښې خوراک پیل کړي، له هماغه راهیسې یو ځل هم نه دی ناروغ شوی. ویسټن روو ویلي دي چې د خامو شیانو خوړل انرژي او ځواک ورکوي.

دغه راز له نیویارک پوسټ سره یې په مرکه کې ادعا کړې چې د خامې غوښې په خوړلو د سالمونیلا په څېر د ناروغۍ ښکار هم نه دی. هغه په دې باور دی چې په خامه غوښه کې د بکتریا توازن برابر وی او بدن ته ځواک ورکوي.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …