کورپاڼه / هنر او کلتور / رنویر سینګ د خپل زوی لپاره نوم اعلان کړ

رنویر سینګ د خپل زوی لپاره نوم اعلان کړ

آیا د بالیووډ ښکلي او مخکښ اداکار رنویر سینګ خپل زوی ته د شورویر سینګ نوم ایښودلو پرېکړه کړې ده؟ هندي رسنۍ وایي چې رنویر سینګ نن سبا د خپلې تلویزوني خپرونې (بیګ پکچر) ته چمتوالی نیسي.

راپورونه وایي چې د رنویر سینګ د یادې خپرونې لومړنۍ برخه تېره ورځ خپره شوه. نوموړي په دې خپرونه کې ویلي دي چې هغه د خپلې میرمنې دپیکا پاډوکون له لورې یوه ډالۍ ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړې ده، چې په خپرونه کې په لومړۍ ورځ د ډېر فشار لاندې و او لېواله هم، خو دپیکا راته ګل او پخپل لاس لیکل شوی لیک راولېږه او په لیک کې راته د خپرونې په اړه نېکې څرګندونې کړي.

رنویر سینګ منلې ده، دپیکا پاډوکون له پیل څخه زما غوره ملاتړ کوونکی سیستم دی او هغې د خپرونې د پیل په اړه ماته ډېرې لارښوونې کړي او ترڅنګ یې دا هم ویلي دي چې زه د خپل زوی لپاره نوم شارټ لیسټ کوم او د خپلې میرمنې ستاینه یې هم کړې.

رنویر سینګ ویلي دي، په دوه، درې کلونو کې به موږ اولادونه ولرو، اوس خو ستاسو وریندار ماشومه ده، که ماته داسې میرمن پیدا شوه نو ژوند جوړ وګڼه او د خپل ماشوم نوم یې هم اعلان کړ.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …