کورپاڼه / کرکټ / نن د نړیوال جام سیالۍ په دوو لوبو سره پیلېږي

نن د نړیوال جام سیالۍ په دوو لوبو سره پیلېږي

نن يکشنبه د اکتوبر په ۱۷مه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړيوال جام سیالۍ د هند په کوربتوب په عمان او متحده عربو اماراتو کې پیلېږي او د نومبر تر ۱۴نېټې پورې به دوام وکړي.

د نړیوال جام په دې سیالیو کې ټولې ۱۶ لوبډلې لوبیږي، چې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې د کرکت نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب لري او شپږ لوبډلې د دویمې درجې لرونکې دي.

دغه راز په دوو پړاوو کې ترسره کېږي، چې په لومړي پړاو کې اته لوبډلې بنګله دېش، سریلانکا، عمان، ایرلېنډ، سکاټلېنډ، هالېنډ، نمیبیا او پاپو نیوګیني ځای لري.

د لومړي پړاو لوبې نن ورځ په رسمي ډول پیلېږي، چې لومړۍ لوبه یې د عمان او پاپو نیوګیني ترمنځ ماسپښین په ۲:۳۰ بجو او دویمه به ماښام ۶:۳۰ بجې ترسره شي.

دویم پړاو یې سوپر (۱۲) دی، چې له وړاندې اته لوبډلې افغانستان، استرالیا، هند، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، نیوزیلېنډ او پاکستان ځای لري او څلور لوبډلې به ورته له اول پړاو راوځي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …