خپلواک وېبپاڼه (۷ دسمبر ۲۰۱۹): د نارينه و د ايي پي ايل نه وروسته د هند کرکټ بورډ پتېيلې ده چې په راتلونکي څلور کلونو کې به د ښځينه و ايي پي ايل سيالۍ هم پيل کړي.
د هند تجارتي ليګ يا انډين پريمير ليګ چې ايي پي ايل هم ورته ويل کېږي، يو له هغه تجارتي ليګونو څخه دی، چې په لومړيو کې پيل شوی و او تر دې مهاله پورې تر نورو ټولو تجارتي ليګونو ډېر بريالی روان دی.
د کرکټ د نړۍ هر ستر لوبغاړی هڅه کوي چې د هند په تجارتي ليګ کې ولوبېږي، ځکه که يوې خواته په دغه ليګ کې پېسې ډېرې دي، نو بل لوري ته هر لوبغاړی چې په ايي پي ايل کې ځلېدلی دی، هغه بيا په ټوله نړۍ کې مينه وال پېدا کړي دي.
همدا راز که يوې خواته د هند تجارتي ليګ ليدونکي ډېر زيات دي، نو بل لوري ته د کرکټ نړيواله شورا هم دغه سياليو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
خو د دغه بريالي ليګ نه وروسته د هند کرکټ بورډ يا BCCI مشر سارو ګنګولي خبر ورکړی دی، چې دوی په راتلونکي څلور کلونو کې د ښځينه ايي پي ايل په رامنځته کولو کار کوي، خو څلور کاله صبر ورته ځکه کوي، تر څو هغه پورې په هند کې ښځينه کرکټ لوبغاړې ډېرې شي، تر څو د ښځينه ايي پي ايل لپاره دوی ۷ يا ۸ ټيمونه برابر کړای شي.
په تجارتي ليګونو کې اوس مهال بيګ باش هغه ليګ دی، چې د نارينه و تر څنګ د ښځينه ليګ هم ترسره کېږي او ډېر بريالی روان دی.
تر دې مخکې د هند کرکټ بورډ په ۲۰۱۹ کال کې د هند په جېپور کې هم د درې ښځينه لوبډلو ترمنځ سيالۍ په لاره اچولې وې، چې په بريالۍ توګه ترسره شوې.