کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان پخوانی لومړی وزیر احمدشاه احمدزی ومړ

د افغانستان پخوانی لومړی وزیر احمدشاه احمدزی ومړ

د افغانستان پخوانی لومړی او جهادي مشر انجنیر احمدشاه احمدزی نن یکشنبه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه.

د سرچینو له مخې د هغه کورنۍ وايي چې انجینر احمدشاه احمدزی له تېرو دوه میاشتو راهیسې سخت ناروغ او تر تداوۍ لاندې و.

انجنیر احمدشاه احمدزي د شوروي يرغل وړاندې د کابل پوهنتون انجينرۍ پوهنځي څخه د لسانس تر کچې زده کړې وکړې او بیا یې د امریکا کلوروډا پوهنتون څخه ماستري سند واخیست.

له هغې وروسته تر څو کلونو پورې د سعودي عربستان په فیصل پوهنتون کې استاد هم و او کله چې پر افغانستان شوروي اتحاد یرغل وکړ، نو جهادي فعالیتونو ته یې مخه وکړه.

هغه لومړی د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د مرستیال او بیا یې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ اتحاد اسلامي کې د مرستيال په توګه کار وکړ او بیا د مجاهدينو د حکومت پر مهال د عبوري حکومت لومړی وزیر او کورنيو چارو وزير پاتې شوی دی.

دا هم ولولئ

زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان څخه اخوا یوه داسې نوې سیاره موندل شوې، چې د خپل ستوري …