کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي: زموږ نهایي هڅه د نړیوال جام ګټل دي

ویرات کوهلي: زموږ نهایي هڅه د نړیوال جام ګټل دي

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکی ویرات کوهلي ویلي، چې په شل نړیوال جام کې موخه د یاد جام اتلولي ګټل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ یو شمېر مشهور لوبغاړي او مبصرین وایي، چې په سږني نړیوال جام کې هره لوبډله ددې وړتیا لري، چې بله هره لوبډله ماته کړي او نړیوال جام وګټي.

په دې تړاو ویرات کوهلي له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې دوی به د نړیوال جام ګټلو لپاره تر نهایي کچې پورې به هڅه کوي، چې د نړیوال جام اتلولي وګټي.

له دې وړاندې د استرالیا پخواني چټک توپ اچونکي بریټ لي پخپلو څرګندونو کې ویلي ول، چې د نورو لوبډلو په پرتله هند د نړیوال جام ګټلو ډېر چانس لري. هغه ویلي ول چې هند ۹۵ سلنه چانس لري چې پایلوبې ته لار ومومي.

د یادولو وړ ده چې هند به پخپل ګروپ کې له افغانستان، پاکستان، نیوزیلېنډ او دوو نورو لوبډلو سره لوبې ولري او لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …