کورپاڼه / کرکټ / د نړیوال جام رسمي او تمریني لوبې په افغانستان کې په کومو تلویزونونو خپرېږي؟

د نړیوال جام رسمي او تمریني لوبې په افغانستان کې په کومو تلویزونونو خپرېږي؟

نن د اکتوبر ۱۷مه د شل اوریز نړیوال جام رسمي لوبې په اول پړاو کې پیلېږي، چې نن به لومړۍ لوبه د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د عمان او پاپو نیوګیني او دویم لوبه ماښام ۶:۳۰ بجې د سکاټلېنډ او بنګله دېش ترمنځ ترسره شي.

د نړیوال ټولې لوبې په هندي شبکه سټار سپورټس باندې په رسمي ډول خپرېږي. دلته باید یادونه وکړم چې سټار سپورټس یوه شبکه ده او څو چینلونه لري، نو په همدې سبب د نړیوال جام ټولې لوبې خپروي.

په افغانستان کې په رسمي توګه دوو تلویزونونو ددې لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړي، چې یو یې ملي سپورټ تلویزون دی او بل هم د اریانا تلویزون. دغه راز وطن تلویزون هم یادې لوبې په غیر رسمي توګه خپروي.

بل لوري د سوپر (۱۲) لوبډلو تمریناتي لوبې هم سبا پیلېږي، چې افغانستان لوبډله به د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو له سویلي افریقا لوبډلې سره مخ شي.

دا چې د نړیوال جام لوبې په رسمي توګه سټار سپورټس شبکه خپروي، نو یاد تلویزون اوس وایي چې موږ یوازې د هند تمریناتي لوبې خپروو او نورې لوبې به هاټ سټار اپلیکیشن خپروي. د پاکستان پي ټي وي د پاکستان لوبې خپروي، خو ملي سپورټس او اریانا تلویزون بیا د افغانستان لوبو په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …