د حرمین شریفین ادارې له لورې د ټولنیز واټن د مراعتولو لپاره ایښودل شوې نښې لېرې کړې او له نن څخه وروسته به په لمونځ کوونکي په مسجدالحرام او نبوي جومات کې له ټولنیز واټن پرته لمونځ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له نن څخه دوه کاله وړاندې په یوه نه اټکل کېدونکې او تاریخي پېښه کې د سعودي حکومت د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر د حرم شریف دروازه د عبادت کوونکو پرمخ وتړله.
بیا د کرونا پېښو په کموالي سره د حرمین شریفین ادارې عبادت کوونکو ته په یو څه محدودیت حرم شریف کې د عبادت اجازه ورکړه او تېره ورځ دغه محدودیتونه هم له منځه یوړل شول.
د حرمین شریفین له لورې په یوه اعلامیه کې ویل کېږي، چې له کرونا وبا څخه وړاندې د صفونو حالت بېرته سمېږي او عبادت کوونکو ته یې د ټولنیز واټن مراعتولو بندیز ختم کړ.
ددې موخې لپاره حرم شریف او مقام ابراهیم شاوخوا ایښودل شوې نښې، چې د ټولنیزو واټن مراعتولو لپاره ایښودل شوې وې، لېرې کړل شوې او یوازې ماسک اچول محدودیت یې پرېښود.