کورپاڼه / روغتيا / آیا کله مو تي خور ماشوم له زانګو لوېدلی؛ که چېرته داسې وشي نو څه به کوئ؟

آیا کله مو تي خور ماشوم له زانګو لوېدلی؛ که چېرته داسې وشي نو څه به کوئ؟

نوي زېږېدلي او تي خواره ماشومان ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه چې هغوی په هر شي پسې لاس اچوي او ځینې وخت له زانګو یا کټ څخه راولوېږي. ډېر وخت له زانګو یا کټ څخه د ماشوم د لوېدو په صورت کژ هغه ته زیان نه رسېږي، خو ځینې وخت ښایي بدني یا دماغي زخم جوړ کړي، چې ډاکتر ته مراجعه کول اړین وي.

که چېرته خور ماشوم مو وغورځېږو باید څه وکړو؟ که چېرې خدای مه کړه ماشوم له کټ یا زانګو څخه پر ځمکه وغورځېږي، نو والدین باید له صبر او تحمل نه کار واخلي، منفي غبرګون باید ونه ښیي، کوچنی دې سمدلاسه پورته کړی او که لاندې نښې درلودې، نو ژر تر ژره دې ډاکتر ته ورسول شي:

بې هوښه کیدل، د وینې بهیدنه، کوچني مسلسل ژړا او ژر نه کراریدل، استفراق (کانګې) کول، له غوریدو وروسته زیات وخت خوب کول او ژر نه ویښیدل، له خوراک څخه انکار کول، هغه څه چې په نژدې وخت کې زده کړي ول هغه هېریدل، له سترګو او غوږونو څخه مایع راتلل، سرګرځېدل او له حده کم ساه اخیستل.

هڅه وکړې چې د ماشوم پر بد له غورزیدو وروسته داسې نښې ومومئ چې مخکې نه وې لکه د لاس، ملا، پښې یا د بدن نورو برخو رنګ شین والی، پړسوب او درد.

که پورتنۍ نښې او خصوصیات مو په ماشوم کې نه وې، نو ارام واچوئ او وګورئ چې ستونزه خو به نه لري، خو که چېرته ماشوم دوه ساعت وروسته کانګې وکړې نو د ماشومانو یو متخصص ته یې وښیي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …