کورپاڼه / کرکټ / بابر اعظم: په نړیوال جام کې لوبډلمشري ننګونه ده

بابر اعظم: په نړیوال جام کې لوبډلمشري ننګونه ده

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم ویلي دي چې د هېواد نماینده ګي کول ورته ویاړ او په نړیوال جام کې لوبډلمشري کول ننګونه ده. نوموړي ویلي چې دا لومړی ځل دی چې نړیوال جام لوبوم او خوشحاله ده چې لوبډلمشر هم دی.

بابر اعظم په یو خبري کانفرانس کې ویلي دي، زه په دې فکر یم چې په نړیوال جام باید ښه ولوبېږم، ځکه چې ښه لوبېدل پر ځان باور زیاتوي، دا چې زه په فارم کې یم نو ګټه به راته وکړي.

هغه زیاته کړې چې له نړیوال جام وړاندې ښه لوبېدلی او ګټه به هم ورته وکړي او د نړیوال جام پیلېدو ته په تمه دی. نوموړی دا هم ویلي چې په ۲۰۰۹ کال یې نړیوال جام ګټلی او دا ځل به هم پوره هڅه کوي.

بابر اعظم د اماراتو ویکټو سره بلدتیا ښیي او له آب او هوا څخه یې په ګټنې ویلي چې موږ به په هره برخه کې ښه لوبېږو. خو له نړیوال جام وړاندې یې د لوبلړۍ په نه ترسره کېدو خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي په لوبډله کې د شعیب ملک، فخر زمان او نورو لوبغاړو په شتون خوشحاله دی او زیاته کړې ده چې په نړیوال جام کې به له محمد رضوان سره ډېره ښه لوبه پرمخ یوسي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …