کورپاڼه / کرکټ / ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند ټینس لوبې مشهورې ستورې ثانیه مرزا پرېکړه کړې، چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي.

نوموړې د ټولنیزې رسنۍ پر مشهور اپلیکیشن انستاګرام په دې تړاو یو پیغام خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان او هند د لوبې په ورځ له ټولنیزو رسنیو ځان غایبوي.

ثانیه مرزا، چې د ډانګ او پړانګ ترمنځ ایساره ده او نشي کولی چې د هېواد او خاوند ترمنځ یو وټاکي، نو مجبوره شوه چې یاد پبغام ته په سرلیک کې خدای په اماني ولیکي.

د یادولو وړ ده چې نن عمان او متحده عربي اماراتو په ویشتنځایونو د نړیوال جام د لومړي پړاو لوبې پیل شوې او په ۲۳مه نېټه به د سوپر (۱۲) پړاو لوبې پیل شي.

په سوپر (۱۲) پړاو کې به هند پخپل ګروپ کې لومړنۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د پاکستان سره وکړي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …