کورپاڼه / هنر او کلتور / ویکي کوشال: زه به ډېر ژر کوژده وکړم

ویکي کوشال: زه به ډېر ژر کوژده وکړم

د هندي سینما مشهورې اداکارې کترینه کیف نږدې ملګري او اداکار ویکي کوشال د کترینه او خپلې کوژدنې راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ډېر ژر به کوژده وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې له ډېرې مودې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د کترینه کیف او ویکي کوشال د کوژدې راپورونه خپرېږي، خو اوس پخپله ویکي په دې آوازو غبرګون ښودلی دی.

نوموړي له یوه خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې:((داسې راپورونه خپاره شوي چې ما او کترینه کوژده کړې، خو زه ټولو ته ویل غواړم که وخت راغی نو ډېر ژر به کوژده وکړم.))

دغه راز له یوې هندي رسنۍ سره د ویکي کوشال ورور هم د دواړو د کوژدې خبر رد کړی و او ویلي ول چې دا ډول راپورونه ښه خندولی دی او کور کې مې والدینو پر ویکي ملنډې وهلې چې مټایان به کله خورو؟ وبکي ورته په ځواب کې وویل چې کوژده خیالي ده، نو مټایان هم خیالي در واخلئ.

د یادولو وړ ده چې ویکي کوشال او کترینا سره نږدې ملګري دي او له ډېرې مودې راهیسې په ټولنیزو رسنیو ویل کېږي چې دواړه په راتلونکې کې د واده اراده هم لري.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …