کورپاڼه / کرکټ / له عمر اکمل وروسته یو بل پاکستاني لوبغاړي هم د امریکا کرکټ لیګ سره تړون وکړ

له عمر اکمل وروسته یو بل پاکستاني لوبغاړي هم د امریکا کرکټ لیګ سره تړون وکړ

له عمر اکمل او سمیع اسلم وروسته یو بل پاکستاني لوبغاړي سعد علي هم د امریکا کرکټ لیګ سره تړون وکړ او د امریکا په ټیټ لېول لیګ کې به ولوبېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، سعد علي، چې د پاکستان لپاره یې په یوازې دوه نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې ګډون کړی، د امریکا کرکټ لیګ سره تړون لاسلیک کړ.

سعد علي په ۲۰۰۹ کال ذ استرالیا پر وړاندې خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه وکړه او له هغې وروسته یې یوه بله یوه ورځنۍ لوبه کې برخه اخیستې او نور یې د پاکستان لپاره لوبه نه ده کړې او په دواړو لوبو کې یې یوازې ۱۱ منډې جوړې کړي.

بل لوري ته عمر اکمل اوسمهال په امریکا کې د ټیټ لېول کرکټ لیګ لوبې کوي او هڅه کوي ترڅو د لویو لیګونو سره تړون لاسلیک کړي او د امریکا لوبډلې لپاره ولوبېږي.

له هغه وړاندې د پاکستان د ټیسټ لوبو لوبغاړي سمیع اسلم په پرلپسې ډول په لوبډله کې د نه اخیستو په سبب پاکستان پرېښی و او د امریکا کرکټ سره یې تړون لاسلیک کړی و.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …