کورپاڼه / جالب / هغه حیرانوونکی شخص چې په دوه ورځو کې یې ټوله الوتکه وخوړه

هغه حیرانوونکی شخص چې په دوه ورځو کې یې ټوله الوتکه وخوړه

ګڼ شمېر داسې ډېر خواره کسان به مو لېدلي وي چې هغوی له اړتیا ډېر خوراک وي، یعنې هغوی د عامو خلکو په پرتله زیات خوراک کوي. همداسې یو شخص په فرانسه کې هم تېر شوی، هغه دومره ډېر خور و، چې حتی فلزات یې هم خوړل.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، دغه فرانسوي شخص میشیل لوتیتو نومېږي، هغه د فلزاتو د خوړلو ډېر شوقي دی او پخپل ژوند کې یې تقریباً نهه ټنه فلزات خوړلي دي.

راپور زیاتوي چې د میشیل لوتیتو د خوښې خوراک الوتکه وه او نوموړي ته هغه وخت د (مین اف یوري تینګ) نوم هم اخیستل کېده.

راپور دغه راز وایي چې میشیل لوتیتو د ۱۹۵۰ کال د جون په ۱۵مه زېږېدلی او د ۲۰۰۷ کال د جون په ۲۵مه نېټه د ۵۷ کلونو په عمر مړ شوی، هغه په ټوله ژوند کې نهه ټنه فلزات خوړلي دي.

لوتیتو له ماشومتوب څخه د (پیکا) په نوم ناروغي درلوده، دا یوه داسې رواني ناروغي ده، چې پرې اخته شخص چټلي، پلاستیک او فلزات خوري. نوموړي په ټوله ژوند کې یوه الوتکه، اوه تلویزونونه، شپږه فانوسه، اتلس بایسکلونه او نور شیان خوړلي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …