کورپاڼه / هنر او کلتور / روسي فلم جوړونکي په فضاء کې له دولس ورځو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته راښکته شول

روسي فلم جوړونکي په فضاء کې له دولس ورځو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته راښکته شول

د امریکا او روسې ترمینځ په فضاء کې د لومړي فلم جوړولو سیالي، چې موده وړاندې د روسې له لورې پیل شوه، روسي عملیه د فلم له جوړولو وروسته بېرته ځمکې ته راښکته شو.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس، د روسې اداکاره یولیا پیریسیلډ او د فلم لارښود کیم شیپینکو په نړیوال فضایي مرکز کې دولس ورځې تېرې کړې.

د (The Challenge) فلم د شوټنګ لپاره فضاء د فلم کارمندان د (سویوز ایم ایس ۱۹) فضایي بېړۍ په مرسته د روانې اکتوبر په ۵مه نېټه فضاء ته تللې ول.

راپور زیاتوي که چېرته روسیه خپل دغه فلم ژر تر ژر بشپړ کړ ي نو دا به لومړی ځل وي چې د یو هېواد له لورې په فضاء کې فلم جوړېږي.

تر دې وړاندې د هالیووډ اداکار ټام کروز اعلان کړی و، چې هغه به په فضاء کې یو فلم جوړ کړي او د ناسا او ایلون ماسک شرکت سپیس ایکس به یې ملاتړ وکړي، خو له هغه وړاندې روسې خپله ډله فضاء ته ولېږله.

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …