کورپاڼه / روغتيا / بیا-بیا ځلې د خولې د وچوالي لامل څه کېدلی شي؟

بیا-بیا ځلې د خولې د وچوالي لامل څه کېدلی شي؟

ډېر وخت په کورونو کې لویان او ځوانان بیا-بیا ځلې د خولې د وچېدو شکایت کوي، چې دا ستونزه د خلکو په نظر د اوبو کمښت ګڼل کېږي او پام ورته نه کوي، خو روغتیایي کارپوهان وایي چې بیا-بیا ځلې د خولې د وچېدو لامل د شکر ناروغي هم وي.

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، چې په وینه کې د شکر کچه غېر متوازنه کېدل او ډېرېدل د خولې د وچېدو لامل کېږي. روغتیایي کارپوهان وایۍ که چېرته پرته له ستړیا او بدني وزن له ګډوډېدو مو خوله وچه)-وچه کېدله نو د شکر نښه ګڼل کېږي.

کله چې په وینه کې د ګلوکوزو کچه ډېره شي نو د ګردو وړتیا کمېږي، چې په داسې حالاتو کې ګرده د مایع د جذبولو پرځای د متیازو د ډېروالي په مرسته له بدن څخه اوبه خارجوي او بدن د اوبو کمښت سره مخ کوي، چې بیا خوله وچوي.

کله چې خوله وچه شي نو د خوړو په هضم کې هم ستونزې پیدا کېږي، ځکه د خولې لیاړې کمېږي او د هضم مرحله اوږدېږي. نو که چېرته له دا ډول نښو، نښانو سره مخ شوئ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ او معاینات مو وکړئ.

بل لوري ته ډاکتران وایي که چېرته په معایناتو کې د شکر ناروغي تشخیص نه شوه، نو ډېرې اوبه وڅښئ ترڅو بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ نشي او کافین لرونکو توکو، غوړیو، مساله لرونکو، مالګینو او خوږو خوړو ډډه وکړئ.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …