کورپاڼه / روغتيا / د لینزونو د استعمال پر وخت دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

د لینزونو د استعمال پر وخت دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

ځینې میرمنې یا نارینه د سټایل یا د نظر کمزورۍ په سبب له لینزونو څخه ګټه پورته کوي، خو که چېرته تاسې هم له لینزونو ګټه اخلئ نو له وړاندې باید دا خبرې په غوږ کې ونیسئ.

ترټولو دمخه کله چې لینزونه اخلئ، یو څه روپۍ پرې اضافه ورکړئ، خو وګورئ چې لینزونه مو باید معیاري وي او کله چې یې پر سترګو کوئ یا یې لېرې کوئ، نو د لاسونو وینځل اړین وي.

کله چې لینزونه له سترګو ښکته کوئ او نه یې استعمالوئ، نو خپل ځانګړې مایع یا سلوشن لري، چې باید په هغې کې کېښودل شي او یاده مایع درې ورځې پس بدله شي او کله چې خوب کوئ نو لینزونه باید له سترګو لېرې کړئ.

دغه راز لینزونو ته باید پام وشي، ترڅو د استعمال تاریخ یې ډېر نشي او کله چې لینزونه اچوئ نو په سترګو کې کوم ځانګړي درمل مه اچوئ، که چېرته مو سترګې سرې وي یا اوبه کوي نو لینزونه مه اچوئ.

که چېرته د لینزونو له اچولو وروسته مو سترګو سوخت یا درد کاوه، نو سمدستي یې لېرئ کړئ او ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …