کورپاڼه / جالب / پاکستان کې یوې میرمنې په یو وار اوه ماشومان زېږولي

پاکستان کې یوې میرمنې په یو وار اوه ماشومان زېږولي

کله چې الله تعالی یو چاته څه ورکوي نو بیا یې بې حسابه ورکوي او همدا لامل دی چې الله تعالی نه پرېږدي چې د هغه بنده ترې والی غوره کړي او د ګمراهۍ په لار روان شي.

اولاد هم د الله تعالی یو له ترټولو ځانګړې او قیمتي ډالۍ ده، چې ځینې خلک ورته تر کلونو پورې په تمه وي چې خدای یو اولاد ورکړي او ځینې وخت بیا داسې هم پېښېږي چې د یو شخص وېده بخت راویښ کړي او همداسې یوه پېښه پاکستان کې واقع شوې ده.

د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د ایبټ آباد سیمه کې یوې میرمنې په یو وار اوه ماشومان زېږولي، چې په زیږېدلو ماشومانو کې څلور نجونې او درې نارینه ماشومان شامل دي.

د خېبر پختونخوا د عامې روغتیا وزیر تیمور خان هم پر خپله ټوېټر پاڼه د ماشومانو انځور خپور کړی او هغوی ته یې د ښې راتلونکې هیله کړې ده.

د اوه ماشومانو مور رخسانه او پلار یې یار محمد ډېر خوشحاله دی او د بټګرام په یو شخصي روغتون کې یې مټایان ویشلي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …