کورپاڼه / روغتيا / آیا د زړو له حیرانوونکې غذایي موادو خبر یاست؟

آیا د زړو له حیرانوونکې غذایي موادو خبر یاست؟

زړي د غذایي موادو یوه ترټولو غوره منبع ده، نو که چېرته پخپل خوراک کې بېلابېل ډوله زړي شامل کړو نو ګڼ شمېر غذایي مواد به لاسته راوړو. دا چې کوم زړي کوم ډول غذایی توکی لري دلته به یې ولولو.

د ملنگا تخم یا دانې: د ملنګا تخم یا دانې د اومیګا تري فیټي اسید، انټي اکساید، پروټین، زنک، میګنیزیم او کلسیم لري، چې له بېلابېلو مشروباتو او شېدو کې شاملېدلی او څښل کېدلی شي.

کدو تخم یا زړي: د کدو زړي فایبر، اومیګا تري، نهه اړین امینو اسیدونه، پروټین، پوتاشیم، زنک، اوسپنه، میګنیزیم، سیلینیم، ویټامین اي، ویټامین ای او بیټا کیروټین لري، چې خام او پاخه خوړل کېږي.

د لمر ګلي زړي: د لمر ګلي زړي ویټامین اي، پروټین، فایبر، فایټو کیمیکل، سیلینیم، کاپر او میګنیزیم لري، نو هره ورځ له لمر ګلي زړو څخه ګټه پورته کړئ.

د هندواڼې زړي: د هندواڼې زړي د فولیټ، اوسپنې، زنک، میس، میګنیزیم او پوتاشیم لرونکې وي او ترڅنګ یې امینو اسیدونه، پروټین او ویټامین بي کمپلیکس هم لري چې میتابولیزم تېزوي.

د کونځلو زړي: د کونځلو زړي د اړینو غذایي موادو یوه ښه منبع ده او ترڅنګ یې لینولیک او اولیک اسیدونه هم لري چې کلیسترول کموي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د پوستکي له سپوروالي ځان وژغورو؟

په ژمي کې د پوستکي سپوروالی یوه ډېره عامه ستونزه ده، چې د دې ستونزې …