کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې عمان، پاپو نیوګیني ته ستره ماتې ورکړه

د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې عمان، پاپو نیوګیني ته ستره ماتې ورکړه

د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې عمان لوبډلې د پاپو نیوګیني لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو او ۳۸ توپونو ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام پیل یې په بریا سره وکړ.

دغه لوبه، چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، عمان د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

پاپو نیوګیني په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ ویکټو په زیان ۱۲۹ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې اسد والا ۵۶ او چارلیس امیني ۳۷ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې لپاره ذیشان مقصود ترټولو ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز بلال خان او کلیم الله دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

عمان لوبډلې د ۱۳۰ منډو هدف په ډېرې آسانۍ په ۱۳.۴ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ، چې عاقب الیاس ۵۰ او جتیندر سینګ ۷۳ منډې وکړې.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …