د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم ویلي دي چې پخپلو قهرمانانو ورونو لوبغاړو پوره اعتماد لرم؛ تر نیمه پایلوبې به رسېږي.
افتاب عالم پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((پخپلو قهرمانانو ورونو لوبغاړو پوره اعتماد لرم، چې ورلډ کپ کې به تر سیمي فاینله رسیږي انشاالله.))
د یادولو وړ ده چې نن یکشنبه شل اوریز نړیوال جام د عمان او پاپو نیوګیني لوبډلو په لوبې سره پیل شو او عمان لوبډلې پکې بریا ترلاسه کړه.
افغان لوبډله به سبا د اکتوبر په ۱۸مه د سویلي افریقا لوبډلې سره د ماسپښین په ۲:۳۰ دقیقو خپله تمریناتي یا وارم لوبه وکړي او په ۲۰مه نېټه به له ویسټ انډیز سره خپله دویمه تمریناتي لوبه ترسره کړي.
دغه راز د نړیوال جام سوپر (۱۲) چې افغان لوبډله پکې هم ځای لري، د اکتوبر په ۲۳مه پیل شي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په ۲۵مه نېټه ترسره کړي.