کورپاڼه / جالب / ولې ځینې خلک له لاس یا پښې څخه تور تار تړي؟

ولې ځینې خلک له لاس یا پښې څخه تور تار تړي؟

له ډېرو خلکو به مو داسې خبرې اورېدلي وي چې هغه ډېرې حیرانوونکې وي، خو خلک د خپلو باورونو له مخې پرې عمل کوي او ښایي ګټه هم ورته ورسوي، خو دلته پوښتنه داده چې ولې ځینې خلک له لاس یا پښې څخه تور تار تړي؟

خلک په دې باور دي چې له لاس څخه د تور تار تړل له بد نظر څخه مخنیوی کوي او که چېرته له پښې تور وتړي نو خلک وایي چې له بد نظر او بدو بلاګانو څخه ساتل کېږي.

ځینې کسان بربو راخلي، یو تار پکې اچوي او پښې پورې یې تړي، ددې کار موخه دا وي که چېرته پر کوم څه شي پښه کېږدي یا له کومې خطرناکې سیمې څخه تېرېږئ نو له سیوري یا بد نظر څخه خوندي پاتې کېږئ.

ویل کېږي چې د بربو استعمال له بېلابېلو ناروغیو څخه مخنیوي کوي او که چېرته انسان په ټوټه کې وتړل شي نو له بد نظر یا بد سیوري څخه خوندیتوب رامنځته کوي، خو دا چې دا به څومره رښتیا وي، په اړه یې څه نشو ویلی.

خو خلک په دې باور لري چې له لاس یا پښې څخه تار تړل خوندیتوب رامنځته کوي او ښایي همدا باور بنسټیز څیز وي چې انسان له بد نظر څخه ساتي، هغه که تار وي یا بربو یا کوم بل څه.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …