کورپاڼه / روغتيا / آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو زموږ بدن نشي پاڅولی او دا کار د غځونو وي. ښایي تاسې دې چارې ته ځانګړې پاملرنه ونه کړئ، خو دغه دوه عملونه زموږ د بدن د پاڅولو ترڅنګ نورې چارې هم سرته رسوي.

کله چې موږ وېده یو نو عضلې سستېږي، خو کله چې غځونې وکړو نو بېرته خپل حالت ته راځي. یوازې د یوې شېبې غځونې کول عضلې له آرام حالت څخه آزادوي او حرکت لپاره چمتو کوي.

دغه راز کله چې غځونې کوو نو په دې سره د وینې جریان تېزېږي او د وینې فشار کموي او لامل یې دادی چې د دماغو هغه برخه چې د زړه ضربان، هضم او د اندوکراین فعالیتونه په غاړه لري، په ښه ډول کار کوي.

که چېرته په یو پوزیشن تر ډېره وخته تېر کړو نو زموږ بدن تر اغېزو لاندې راځي او کله چې له بېدارېدو وروسته غځونې کوو، نو په دې سره بندونه او عضلې په فعالیت راځي.

او د غځونو یوه بله ګټه دا چې د عضلو او دماغو ترمنځ اړیکه برابروي، یعنې کله چې غځونې کوو نو دماغ مو له عضلو ځواکمنې سګنلې ترلاسه کوي او له هغې وروسته بېلابېلو چارو ته ځان اماده کوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …