کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه

سکاټلېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه

د مهدي حسن او شکیب الحسن ښې توپ اچونې پرېنښوده چې د سکاتلېنډ توپ وهونکي ستر هدف پسې لاړ شي، همدا و چې بنګله دېش ته یې د ۱۴۰ منډو هدف کېښوده.

د شل اوریز نړیوال جام دویمه لوبه د بنګله دېش او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوړه کړې.

سکاټلېنډ لوبډله، چې له لومړیو اورونو تر فشار لاندې وه، په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.

د سکاټلېنډ لخوا جورج مانسي په ۲۳ توپونو ۲۹، کریس ګرویس په ۲۸ توپونو ۴۵ او مارک واټ په ۱۷ توپونو ۲۲ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش لپاره مهدي حسن په ۴ اورونو ۱۹ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې. دغه راز شکیب الحسن او مستفیض الرحمن دوه-دوه، تسکین احمد او سیف الدین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …