کورپاڼه / ريکارډونه / شکیب الحسن په نړیوالو شل اوریزو لوبو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو

شکیب الحسن په نړیوالو شل اوریزو لوبو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکیب الحسن په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۸ ویکټې هم ترلاسه کړه او په دې سره هغه ترټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی شو.

نوموړي د شل اوریز نړیوال جام په دویمه او د بنګله دېش په لومړۍ لوبه کې د سکاټلېنډ لوبډلې پر وړاندې ۲ ویکټې ترلاسه کړې او د لاست ملینګا د ۱۰۷ ویکټو ریکارډ مات او پخپل نوم یې کړ.

شکیب الحسن په ۸۹ نړیوالو شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۰۸ ویکټې پوره کړې. دغه راز څه موده وړاندې یې د استرالیا پر وړاندې په لوبلړۍ کې د ۱۰۰ ویکټو په پوره کولو، لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو ترڅنګ ‍۱۰۰۰ منډې هم جوړوي.

په زیات ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په لیست کې دریم د ټیم سوتي دی، هغه ۹۹، څلورم نوم د شاهد اپربدي دی، هغه ۹۸ او پنځم د راشد خان دی، هغه تر اوسه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۹۵ ویکټې ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده، چې د شکیب الحسن په دې ویکټو سره د الراونډر په نوملړ کې محمد نبي وروسته پریښود او د نړۍ تر ټولو غوره آلراونډر وټاکل شو او په یوه ورځنیو لوبو کې هم لومړی مقام له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …