کورپاڼه / هنر او کلتور / سشمیتا سین: چاته اجازه نه ورکوم چې الماس راته ډالۍ کړي

سشمیتا سین: چاته اجازه نه ورکوم چې الماس راته ډالۍ کړي

د هندي سینما اداکارې سشمیتا سین ویلي دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په ډالۍ کې ورته الماس ورکړي، حتی خپل انډیوال روهمن شال هم دا اجازه نه ورکوي.

سشمیتا سین څو کاله وړاندې ویلي ول، چې ښځې باید د ځان لپاره پخپله الماس واخلي او اوس هغې پخپله تازه مرکه کې ویلي چې نه غواړي انډیوال یې روهمن شال هم هغې ته الماس واخلي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې له سشمیتا سین څخه د یوې مرکې پرمهال پوښتنه وشوه چې، د هغې د انډیوال له لورې هغې ته په ورکړل شوو ډالیو کې داسې څه الماس یا سره زر دی، چې ډېر یې خوښ دی؟

نوموړې ورته ځواب کې وویل چې زه هیچاته اجازه نه ورکوم چې ماته په ډالۍ کې الماس واخلي. هغه زیاتوي زه پخپله ځانته الماس اخلم او هره میرمن باید داسې وکړي.

سشمیتا دغه راز ویلي چې زه غواړم چې هره میرمن دې ځانته الماس واخلې او بیا دې خپله مینه څرګنده کړي. میرمنې باید خپل معیار جوړ کړي، خپل زړه دې سخت کړي او ځانته دې خپله الماس واخلي.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …