کورپاڼه / خبرونه / د عمان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملاتړ کړی دی
افغانستان لوبډله

د عمان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملاتړ کړی دی

د عمان کرکټ بورډ مشر پنکج کېماجي د افغانستان کرکټ ملاتړ کړی دی. هغه د نړیوال جام د لومړۍ لوبې پرمهال چې د عمان او پاپو نیوګیني ترمنځ ترسره شوه، له افغانستان کرکټ څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.

نوموړي د نړیوال شل اوریز جام په پیل سره، چې په عمان کې د هند په کوربتوب پیل شو، د خپل هېواد د کرکټ پرمختګ خبرې کړي او ترڅنګ یې د افغانستان په اوسنۍ سیاسي اوضاع هم غږېدلی او د کرکټ ملاتړ یې کړی.

پنکج کېماجي ویلي دي، که چېرته د افغانستان کرکټ بورډ ورڅخه غوښتنه وکړي، چې د افغانستان سیالیو لپاره کوربتوب په غاړه واخلي، نو هغوی به یې دغه غوښتنه ومني او خپلې ژمنې ته وفاداره هم دي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې د نوي نظام په جوړېدو سره هلته ستونزې شته، خو د کرکټ نړیواله شورا باید دغه ستونزې په نظر کې ونیسي او د بندیزونو په لګولو ترې بدله وانخلي.

د یادونې وړ ده، چې له ډېرې مودې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان پر کرکټ لوبډله د بندیز خبرې کېږي او د کرکټ نړیواله شورا هم په دې تړاو په راتلونکې غونډه کې خپله پرېکړه کوي.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …