کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د اشرف غني درواغ د هغه د اوه کلنې دورې پرمهال

د اشرف غني درواغ د هغه د اوه کلنې دورې پرمهال

د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني، د خپل دور پرمهال له سلو ډېر دروغ ویلي او زرګونه داسې ژمنې یې خلکو ته ورکړي، چې بالکل عملي شوي نه دي.

اشرف غني د کمال خان د اوبو بند د پرانیستې پرمهال له خپلو دروغجنو وعدو څخه یوه دا وعده هم وکړه چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به هند او پاکستان ته برق یا بریښنا ورکړم.

اشرف د خلکو په نزد یوه داسې څېره چې هیڅکله یې رښتیا نه دي ویلي او نه یې خپلې وعدې پرځای کړي. د نوموړي د سلګونه وعدو پر بنسټ چې پخپله اوه کلنه دوره کې یې عملي نه کړې، خلک یې دوکه باز ولسمشر ګڼي.

اشرف غني ویلي، هرڅوک چې ځي، لاړ دې شي، خو زه د تښتې سړی نه یم، دا زما کور هم دی او ګور هم. راځې چې په دې راپور کې د اشرف غني د وعدې نوملړ ولولو:

۱- غني ویلي ول چې یو میلون کسانو ته د کار زمینه برابروم، خو پنځه میلونه بېکاره شول.
۲- اشرف غني بادغیس کې ویلي چې تر راتلونکې کاله پورې په ټولو ولسوالیو کې یو-یو مسلکي او تخنیکي ښوونځی جوړوم.
۳- د شپږ میاشتو په موده کې ټولو ښوونکو ته یوه-یوه نمره ځمکه ورکوم.
۴- په راتلونکو دوو کلونو کې ټولو ولسوالیو ته بریښنا رسوم.
۵- په راتلونکو پنځه کلونو کې هند او پاکستان ته بریښنا ورکوم.
۶- و ژنې او وی نه توییونه له هېواده ورکوم.
۷- په راتلونکو دوه کلونو کې ۶۰۰۰ ښوونځي جوړوم.
۸- ستاسو دسترخانونو ته ډوډۍ راوړم.

د کابل اوسیدونکی محمد مسیح په دې اړه وایي:((د اشرف غني ټولې خبرې دروغ وې، هغه د افغانستان خلکو ته دوکه ورکوله او هغه وعدې چې د افغانستان خلکو سره یې کړې وې، یوه یې هم عملي نه کړه.))

دغه راز د اشرف غني لسګونه وعدې چې تر یوه حده دروغ وې هم وعدې پاتې دي، ځینې کسان د هغه دروغ ښاخ لرونکي ګڼي.

اشرف غني ویلي ول چې د ښوونکو لپاره ۱۵۰۰۰ بلاکه جوړوي. غنې وعده کړې چط نور د بخښنې فرهنګ ختم شوی دی، هغه ویلي ول چې تر یوه کاله پورې د دولت معاشات له خپل جیبه ورکوم.

د کابل اوسیدونکی روحید په دې اړه وایي:((غني خلکو ته دوکه ورکړه او سلګونه دروغ یې خلکو ته وویل او وتښتېده.)) اشرف داسې نورې وعدې هم خلکو ته ورکړې دي چې ترڅو نه دي عملي شوي.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …