کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېنډ د نړیوال جام په دویمه لوبه کې بنګله دېش مات کړ

سکاټلېنډ د نړیوال جام په دویمه لوبه کې بنګله دېش مات کړ

د سکاټلېنډ لپاره کریس ګرویس نه یوازې دا چې په توپ وهنه کې یې د لوبډلې ملا وتړله، بلکې په توپ اچونه کې هم ښه وځلېده او لوبډله یې بریالۍ کړه.

د شل اوریز نړیوال جام دویمه لوبه د بنګله دېش او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوړه کړه.

سکاټلېنډ لوبډله، چې له لومړیو اورونو تر فشار لاندې وه، په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې او بنګله دېش ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.

د سکاټلېنډ لخوا جورج مانسي په ۲۳ توپونو ۲۹، کریس ګرویس په ۲۸ توپونو ۴۵ او مارک واټ په ۱۷ توپونو ۲۲ ترټولو زیاتې منډې جوړې کړې. د بنګله دېش لپاره مهدي حسن ۳، شکیب الحسن او مستفیض الرحمن دوه-دوه، تسکین احمد او سیف الدین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش ونشو کړای چې یاد هدف لاسته راوړي، د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۴ منډې وکړې او په ۶ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلې مشفیق الرحیم ۳۸ زیاتې منډې وکړې. د سکاټلېنډ لخوا بارډ ویل درې، کریس ګرویس دوه، جوش ډیوي او مارک واټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …