د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې او واضحه خبرې وکړې، چې که له نړیوالو رسمیت غواړي نو د ولس مشروعیت به ترلاسه کوي.
حامد کرزي دا خبرې د امریکا غږ راډیو سره په خپله یوه مرکه کې وکړې. هغه وویل چې هر هېواد کې ملي مشروعیت د نړیوال رسمیت اساس دی.
نوموړي زیاته کړه، چې تـا لـیـبـا ن باید لومړی ملي مشروعیت ترلاسه کړي او دا د ټاکنو او یا هم د لویې جرګې له لاره ترلاسه کېدای شي.
همدا راز حامد کرزی د اساسي قانون په اړه هم وغږېده او وېل چې ا.ا باید اساسي قانون ولري او که شاهي قانون عملي کوي نو پکار ده چې د یو فرمان له مخې يې اعلان کړي.
نوموړي دا هم وویل چې ا.ا ته باید د افغانستان د درې رنګه بېرغ، تور سور او زرغون، تر چتر لاندې خپل حکومت وکړي او له دې لارې دې د ټولو قومونو تایید ترلاسه کړي.