کورپاڼه / بېلا بېل / د بیل ګیټس مشرې لور له یو مسلمان هلک سره واده وکړ

د بیل ګیټس مشرې لور له یو مسلمان هلک سره واده وکړ

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکي بیل ګیټس مشرې لور له یو مسلمان مصري هلک سره واده وکړ. دوی لومړی پټ مراسم نېولي ول او بیا یې په نیویارک کې د مراسمو پرمهال په رسمي ډول د واده اعلان وکړ.

د لویډیځو رسنیو د راپور پر اساس، دا مراسم د جینیفر (ویسټ چیسټر هارس فارم) کې ترسره شول، چې زیات شمېر میلمنو پکې برخه اخیستې وه. په دې مراسم دوه میلونه ډالر لګښت راغلی او سړکونه هم بند ول.

راپور زیاتوي چې لومړی دواړو د مسلمانانو په دود پټ مراسم ترسره کړل او بیا د اکتوبر په ۱۶مه په نیویارک کې د مراسمو پرمهال د ګډ ژوند په اړیکه وتړل شول. په دې ځای کې لومړی په شخصي توګه د واده مراسم ترسره شول او بیا یې میلمنو ته بلنه ورکړه.

د بیل ګیټس د مشرې لور جینیفر او د هغې مسلمان مصري خاوند نایل نصر عاشقۍ راپورونه په ۲۰۱۷ کال راڅرګند شول او هغه وخت ویل کېدل چې دواړه به ډېر ژر واده وکړي.

نایل نصر او جینیفر ګیټس د امریکا د سټینفورډ پوهنتون څخه ماسټره کړې، خو مصري ځوان په ۲۰۱۳ او جینیفر بیا په ۲۰۱۸ کال ماسټره وکړه او دواړه د آس چلولو شوق لري.

د یادونې وړ ده چې نایل نصر والدین په کویټ کې یو شرکت لري او له مصر څخه درې پېړۍ وړاندې د کاروبار لپاره کویټ ته تللي. نایل نصر په امریکا کې زېږېدلی، خو پالنه یې په کویټ شوې او لوړې زده کړې یې په امریکا کې کړي.

دا هم ولولئ

فنلېنډ د نړۍ تر ټولو خوښ او افغانستان بیا تر ټولو ناخوښ یا غمجن هېواد اعلان شو

که څه هم په دې وروستیو کې نړۍ له بېلابېلو ستونزو او په دې وروستیو …