کورپاڼه / کرکټ / یوراج سینګ په لنډمهالي ضمانت خوشې شو

یوراج سینګ په لنډمهالي ضمانت خوشې شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یوراج سینګ، چې د یوزیندر چاهل پر خلاف یې له تعصب څخه ډکې څرګندونې کړې وې، نېول شوی او له درې ساعته پوښتنو او ګروېږنو وروسته د لنډ وخت لپاره په ضمانت خوشې شوی.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس، تېر کال یوراج سینګ له روهیت شرما سره پر انستاګرام په ژوندۍ بڼه د یوزیندر چاهل پر خلاف تبصره کړې وه، چې بیا پرې قضیه ثبت شوې وه.

د تېرې شنبې په ورځ د هریانې پولیس یوراج سینګ په دې سبب ونېوه، چې چاهل پر وړاندې یې له تعصب څخه کار اخیستی. بیا یې له هغه درې ساعته پوښتنې، ګروېږنې کړي او په لنډمهالي ضمانت خوشې شوی.

د یادونې وړ ده چې هندي رسنیو ویلي دي، چې تېر کال د کورونا وبا په سبب رامنځته شوي ګرځبندیز پرمهال له روهیت شرما سره پر انستاګرام ویلي ول، چې یوزیندر چاهل د ګنیو چینجی دی.

له هغې وروسته چاهل پر یوراج سینګ له تعصب څخه په ډکو څرګندونو قضیه ثبت کړه، چې بیا یوراج بخښنه هم وغوښته او وویل چې هغه چاته د رنګ، ذات او عقیدې په بنسټ چلند نه کوي او نه پرې باور لري.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …