کورپاڼه / خپلواک / د سلمان خان په نوي فلم (دبنګ ٣) د بندېز لګولو غوښتنه شوې
د سلمان خان دبنګ ٣ فلم

د سلمان خان په نوي فلم (دبنګ ٣) د بندېز لګولو غوښتنه شوې

خپلواک وېبپاڼه (٧ دسمبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو او مشهور فلم (دبنګ) دريمه برخه د (دبنګ ٣) په نوم ډېر ژر نندارې ته وړاندې کېدونکې ده، خو په ټولنيزو رسنيو پر دغه فلم د بندېز غوښتنې روانې دي او د (بايکاټ دبنګ تهري) هشټاګ کارول کېږي.

د هندي سينما نامتو ستورى سلمان خان په ټوله نړۍ کې بې شمېره مينه وال لري او خلک هغه ډېر خوښوي او همدا راز د هغه د هر راتلونکي او د فلم سندرو کتلو ته لېواله وي.

د سلمان خان په برياليو فلمونو کې يو هم (دبنګ) دى، چې دوه فلمونه يې نندارې ته وړاندې شوي او دريم فلم به يې هم ډېر ژر نندارې ته وړاندې شي، خو په ټولنيزو رسنيو ويل کېږي چې د سلمان خان په راروان فلم (دبنګ ٣) کې هندوانو ته سپکاوى شوى دى.

سلمان خان دبنګ ٣ فلم

په ټولنيزو رسنيو خلک وايي، چې د دغه فلم په يوه سندره (هوړ هوړ دبنګ) کې ځينې کسان د هندوانو د مذهبي کسانو (سادهو) په کاليو کې ناست دي او ګټار غږوي او همدا راز نڅاوې کوي.

دا خلک وايي، چې دا سندره د هندوانو د کلتور سپکاوى دى، همدا لامل دى چې په هند کې ډېرى هندوان پر دغه فلم د بندېز لګولو غوښتنه کوي.

هندوان د سلمان خان د راروان فلم په اړه د خپلې کرکې څرګندونه په ټويټر کوي او د سلمان خان په دغه فلم باندې بېلا بېل ډول تبصرې هم روانې دي.

په ټويټر کې د شيواليلا په نوم يو کس د (BoycottDabang3) له هشټاګ سره ليکلي دي، چې د سادهو سپکاوى کول زموږ د هندو کلتور سپکاوى کول دي.


يو بل کس ليکلي دي، چې زه له ټولو هندوانو نه خواست کوم چې د (دبنګ ٣) فلم جوړونکي او سلمان خان بايکاټ وکړي، ځکه دوى هندو مذهب ته سپکاوى کړى دى.


يو بل کس هم غوښتنه کړې ده چې په دغه فلم دې بندېز ولګول شي، خو په دې اړه تراوسه پورې سلمان خان يا د فلم جوړونکو کوم غبرګون نه دى ښکاره کړى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …