کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب الدین رضوي د هندي سینما ستورې شاه رخ خان د زوی آریان خان په نېولو غبرګون ښودلی دی.

آریان خان، چې څه موده وړاندې د نــشــه یــي توکو په قضیه کې نېول شوی، اوس یې قضیې سیاسي رنګ غوره کړی او د هر ډول نظریې لرونکې خلک پرې څرګندونې کوي، چې په دې لړ کې هندي عالم مولانا شهاب الدین رضوي هم د هغه په نېولو غبرګون وښوده.

مولانا شهاب الدین له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله، ځکه چې په اسلام کې د هر ډول نـــشــې منع راغلې ده.

نوموړي ویلي، د فلمي صنعت خلک له اسلامي حکمونو ناخبره دي او په مدرسه کې د حرامو په اړه درس ورکول کېږي او پوهول کېږي. مولانا شهاب زیاتوي، په اسلامي حکمونو کې راځي که چېرته ماشوم له غلطو خلکو سره ناسته پاسته ولري، نو والدین یې باید په مینه پوه کړي او سمې لار ته دې برابر کړي، که شاه رخ خپله مدرسه لوستې وه، نو دا احساس به ورته شوی وای.

هغه دغه راز ویلي دي، که چېرته شاه رخ خان مدرسه نشوه موندلې، نو کور ته نږدې د جومات ملا ته به ورغلی و.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …