کورپاڼه / سياست او روانې چارې / انارکلي هنریار: د هېواد نه د راوتلو پر مهال مې یو موټی خاوره له ځان سره راوړې او د هېواد مینه پرې ماتوم

انارکلي هنریار: د هېواد نه د راوتلو پر مهال مې یو موټی خاوره له ځان سره راوړې او د هېواد مینه پرې ماتوم

په تېر حکومت کې د پارلمان غړې او د افغان هندوانو او سیکانو استازې انارکلي هنریار وايي چې له ځان سره يې د افغانستان یو موټی خاوره وړې او د هېواد مینه پرې ماتوي.

انارکلي هنریار له ازادي راډیو سره خبرې کولې، چې په ژړغوني غږ او نمژنو سترګو د افغانستان په اړه غږېده.

نوموړې وویل، چې له افغانستان نه وتلې ده او په هند کې ژوند کوي، خو زړه يې په افغانستان کې دی او هر وخت يې خپل وطن یادېږي.

نوموړې وویل چې مور يې هر وخت په کابل کې خپل کور یادوي او همدا یوه خبره کوي، چې بېرته به کله کابل ته ځو، کله به خپل کور ته ځو.

انارکلي هنریار وویل، کله چې له کابل نه راوتله، نو یو جوړه کالیو کې راوتلې ده، خو د هوايي ډګر نه یې د افغانستان یو موټی خاوره له ځان سره راوړې او چې هېواد يې ډېر یاد شي نو هغه خاوره بوی کړي او د هېواد مینه پرې ماته کړي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …