کورپاڼه / روغتيا / ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

 

کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. دغه راز د کېلې په جوړښت کې په ډېره زیاته اندازه پوتاشیم هم شتون لري، چې د وینې د فشار د سطحې په برابرولو کې ډېر اړین تمامېږي.

خو روغتیایي کارپوهان وایي، که څه هم د کېلې خوراک په هر وخت کې ګټور تمامېدلی شي، خو په نهاره او د شپې له وېده کېدو دمخه یې له خوړلو څخه ډډه وکړئ. دوی زیاتوي لکه څنګه چې د کېلې په هضم کې ډېر وخت ته اړتیا لېدل کېږي، نو د همدې لپاره یې د شپې پرمهال یا یې له وېده کېدو څخه دمخه له خوړلو ډډه وکړئ. ځکه چې د کېلو د خوراک په پایله کې مو خوب اغېزمن کېږي، چې بیا مو په سبا طبیعت خرابوي او د سستۍ یا د لټۍ ښکار ګرځئ.

دغه راز روغتیایي کارپوهان دا هم وایي، که چېرته له وېده کېدو دوه یا درې ساعته دمخه کېله وخوړل شي، نو د کېلې په جوړښت کې موجود میګنیزیم د ښه خوب په راوستلو یا برابرولو کې مرستندویه تمامېږي.

بله خوا دا هم ویل کېږي، چې په نهاره ګېډه د کېلې له خوړلو څخه ډډه وکړئ. ځکه چې د کېلې په خوراک سره د بدن د میګنیزیم کچه لوړېږي. چې بیا له وینې سره ګډېږي او د زړه لپاره بېخي زیانمن تمامېږي.

که څه هم په دې اړه مختلف نظرونه شتون لري، چې ایا داسې امکان لري او که څنګه؟ خو که چېرته له کېلو سره نور غذایي توکي یا خواړه وخوړل شي، روغتیایي کارپوهان یې زیانمن نه بولي او په ورځني ډول د کېلو خوړل د زړه د ناروغیو په مخنیوي او د وینې د فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …