کورپاڼه / کرکټ / د هند یوه وزیر غوښتنه کړې چې په نړیوال جام کې دې د هند او پاکستان لوبه لغوه شي

د هند یوه وزیر غوښتنه کړې چې په نړیوال جام کې دې د هند او پاکستان لوبه لغوه شي

د هند یوه وزیر غوښتنه کړې چې په نړیوال جام کې دې د هند او پاکستان لوبه لغوه شي. هغه دغه غوښتنه د دواړو هېوادونو د اړیکو په بنسټ کړې.

د هندي اتحاد وزیر ګري راج سینګ ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې د هند او پاکستان ترمنځ د نړیوال جام مهالویش شوې لوبه باید ترسره نشي.

د نوموړي ترڅنګ دوو نورو وزیرانو هم د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده او ددې لپاره یې په کابینه کې د بحث غوښتنه کړې ده.

ګري راج سینګ له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د هند او پاکستان ترمنځ ترسره کېدونکې لوبه، چې په راتلونکو څه ورځو کې به ترسره شي، باید له بل نظر څخه ولېدل شي، ځکه دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې نه دي.

د یادولو وړ ده چې شل اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه، چې د راتلونکې یکشنبې ورځې سره سمون خوري، ترسره شي.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …