کورپاڼه / هنر او کلتور / مادهوري ډکشت د ګډ ژوند ۲۲ کاله حیرانوونکې وګڼله

مادهوري ډکشت د ګډ ژوند ۲۲ کاله حیرانوونکې وګڼله

د هندي سینما اداکارې او ښکلې نڅاګرې مادهوري ډکشت، چې هندي سینما ته یې ډېر مشهور فلمونه ورکړي، د خپل ګډ ژوند دوه ویشت کلونه حیرانوونکې ګڼلي دي.

نوموړي د خپل واده د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام یوه ښکلې ویډیو خپره کړې ده، چې په هغې کې د مادهوري او خاوند عکسونه سره یوځای شوي دي او په سرلیک کې یې ورته لیکلي:((زموږ سره دوه ویشت حیرانوونکې کلونه))

بل لوري ته د مادهوري ډکشت خاوند ډاکتر سریرام مادهونین هم پر خپل انستاګرام اکونټ هماغه ویډیو خپره کړې او ترڅنګ یې د خپلې میرمنې لپاره له مینې ډکه سرلیک هم ورکړی.

نوموړي لیکلي:((کله چې ستاسې ژوند ښه تېرېږي نو وخت هم د هوا په څېر ګړندی تېرېږي او ما په تېرو دوه ویشت کلونو، چې له تاسره مې تېر کړی، همداسې احساس کړی.))

هغه مخکې لیکي، موږ چې چېرته هم وو، هلته مو حیرانوونکی وخت تېر کړی او په یوځای مو د مینې یوه جونګړه جوړه کړې. اخر کې یې لیکلي، چې ددې نړۍ د ترټولو ښکلي واده کلیزه دې مبارک شه.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …